Saar
ډزې ورو ورو کمېدې. ګڼه ګوڼه هم لږېده. مخکنۍ ستره ډله خلک په وړو ډلګيو بدلېدل؛ خو وضعیت لا هماغسې ترینګلی و. د ډېريو سترګې لا هم وتلې وې او د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکول. جمال وارخطا دېخوا ها خوا کتل. د ګڼو سرونو تر شا یې څو کسه ولیدل، چې یو کس یې له ولو نیولی او د موټر په لور چټک روان وو. پر لاسونو یې د کسانو تر منځ لاره جوړه کړه او ځان یې هغوی ته ورساوه. لاندې پر وینو ککړ مخ ته ځیر شو، له ځان سره يې وويل: ادبي بهيرونه په هېواد کې د پښتو ژبې د وړيا ټولګيو په توګه د پښتنو ځوانانو د روزنې او راټولونې تر ټولو اغېزمن ځايونه دي او دا چې ډېری يې په خپلو کې اړيکې لري، د يوې شبکې په بڼه د ځوانانو په نږدې کولو او د هېواد په کچه د خوځښت په رامنځته کولو کې خورا ګټور تمام شوي او تمامېږي. د هېواد د نورو برخو په څېر په بلخ کې هم د ځوانانو د روزنې او راويښونې په موخه يو شمېر بهيرونه رامنځته شول، چې په دغو کې د مومند بابا، ام البلاد، چمتال، چاربولک او شولګره ادبي بهيرونه د يادونې وړ دي. مومند بابا ادبي بهير: You don’t remember You had forgotten You and me Were looking to the moon Later When i got It was the night We were missing from each other "Nuhzatullah Nuhzat" په لاس کې مې تومانچه خوځوله راخوځوله. د
کاکا زوی مې مخې ته راغی سمدستي مې پرې قید وواهه. هلک هک پک ودرېد. هېڅ یې تمه نه
کېده، چې زه او دا کار! په ما یې خیال هم رانه وړ. ما پرې چیغه وکړه، چې لاسونه دې
پورته کړه. هلک زما له حرکاتو وپوهېد او ووېرېد. لاسونه یې پورته کړل، غاښونه یې
وکړپېدل، خولې پرې راغلې او ساه ختلي غوندې شو؛ خو زه لا هماغسې د ظالمو انسان وژونکو
خلکو په څېر په غصه ولاړ وم، ګوته مې پر ماشې ایښې وه. مونږ یوه پخوانۍ تومانچه درلوده، نوم یې راته
نه راځي؛ خو ګومان کوم دومره د کار نه وه. د طالبانو له حکومت وروسته ځایي
قوماندان راځینې یوړه. همدا تومانچه به مې تره هره شپه په مېلمستون کې تر سر لاندې
اېښوده. دا چې په کور کې وړوکی زه وم؛ نو هغه به مې هر ماښام له کوره مېلمستون ته
وړله او سهار به مې راوړله. نپوهېږم څنګه مې ماغزو کار پرېښود، چې له
وسلې سره لوبې وکړم. د کاکا زوی مې راته ډېر ګران وو، مونږ به تل یو بل سره
اوسېدو، لوبې به مو سره کولې. یو ساعت به خپه وو، خو بل ساعت به سره پخلا. د تره زوی مې راته وویل: -
څه کوې؟ -
ښه کوم، ځان دې مرګ ته تیار کړه. -
مرمۍ په کې شته؟ -
خبرې ډېرې مه کوه. -
پام کوه، هسې نه ډز ونه کړي. ما غوښتل، چې هغه ووېروم، تومانچه مې نوره هم
ورنږدې کړه، ماشې ته مې ورو ورو زور ورکړ. ډاډه وم، چې ډز به نه کوي؛ ځکه چې تره
مې ترې شاجور وېستلی وو؛ خو ناڅاپه ډز شو... د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د لسګونو ځوانانو او مشرانو په ګډون د مرغومي لومړۍ شپه د کال د اوږدې شپې په توګه په لومړي ځل ولمانځل شوه. دا پوښتنې كوم ځانګړي ځوابونه نه لري، خو هره پوښتنه له هر چا سره ځانګړى ځواب لري.دغه پوښتنو په لوستلو به تاسې د خپل ژوند په اړه فكر كولو ته اړ شئ: 2- كوم يو به زيات بد وي، ناكامي او يا هېڅكله هڅه نه كړل؟ 5- هغه يو څه شى دى، چې غوښتل دې د نړۍ په اړه يې بدل كړې؟ 6- كه خوشالي د هېواد رسمي پيسې واى، كوم ډول كار به بډاى كړاى واى؟ 7- كه د انسان متوسط عمر ۴۰ كاله واى، څه ډول ژوند به دې كاوه؟ 8- څه ته اندېښنه كوې: د كارونو ښه ترسره كول او كه د ښو كارونو ترسره كول؟ 11-د خپلې معشوقې د ژغورنې لپاره به قانون مات كړې؟ 13-هغه څه دي، چې له ډېرو يې بل ډول ترسره كوې؟ 15-هغه كوم كار دى، چې غوښتل دې ترسره يې كړې؛ خو لا تراوسه دې نه دى ترسره كړى، څه دې مخه نيسي؟ تاسې څه فكر كوئ، چې ژوند به لنډ وي او كه اوږد؟ ښه غور پرې وكړئ او ددې پوښتنې لپاره سهي ځواب راكړئ. راځئ! ګوته وكړو. لاندې دريو ځوابونو څخه يو وټاكئ! · ژوند لنډ دى. · ژوند اوږد دى. · نه اوږد دى او نه لنډ. ځوانان او كار دوه نږدې كليمې دي، په خپلو كې نه شلېدونكى تړاو لري. ځوانان بايد كار وكړي او كار بايد ځوانان وكړي؛ خو په افغانستان كې دغه فورموله نږدې له كاره لوېدلې. ددې هېواد ځوانان كه له يوې خوا كار نه كوي، له بلې كار هم ورته نه وركول كېږي. په دولتي ادارو كې د ځوانانو د دندو سلنه كمه ده. په كورنۍ او بهرنيو موسسو كې د هېواد ځوانان نه كارېږي (ددې لاملونه به لاندې راوړل شي)، ځينې ځوانان د يو لړ ستونزو له كبله له زده كړو پاته كېږي. د كانكور ازموينه كه سرنوشت ټاكونكې ده، بې سرنوشته كونكې هم ده. د زده كړو مېتودونه او په مورنۍ ژبه تعليم هم د ځوانانو د هڅونې او پياوړتيا لامل ګرځي. دغه ټولې موضوعګانې د خپرونې د پايلې منځپانګه جوړوي، راځئ له دولته يې پيل وكړو: كوټه سړه ده كړكۍ ښيښې نه لري ګل يخ وهلى سړه هوا د ژمي يوه ځآنګړنه ده. پورتنۍ درې نيمبيتي راښيي، د غريب سړي غريبه كوټه ده. كړكۍ يې ښيښې نه لري. د ژمي سړه هوا په كوټه مخامخ راننوځي او د كوټې دننه د ګل بوټى ازاروي . دا طبيعت دى، ژمى اوړى، پسرلى او منى په خلكو خامخا راځي، خو ښايي، چې د هر فصل او د طبيعت هر بدلون ته تيار واوسو. دلته شاعر همدا هڅه كړې، طبيعت يې له ژوند سره نښلولى دى. د (شعر كه نثر؟) له اوږده بحث څخه د نثر خوا رانيسو. نثر څنګه وليكو؟ له كوم ځايه يې پيل كړو؟ څه په كې ځاى كړو؟ څنګه يې پاى ته ورسوو؟ او... هغه پوښتنې دي، چې ځوابونه يې ددې ليكنې منځپانګه جوړوي.
:ټول ولولئ:![]()
![]()
![]()
:ټول ولولئ:![]()
![]()
![]()

![]()
![]()
![]()
![]()
![]()
![]()
![]()
![]()
![]()

:ټول ولولئ:![]()
![]()
![]()

![]()
![]()
![]()
:ټول ولولئ:![]()
![]()
![]()
:ټول ولولئ:![]()
![]()
![]()
:ټول ولولئ:![]()
![]()
![]()
:ټول ولولئ:![]()
![]()
![]()
:ټول ولولئ:![]()
![]()
![]()
:ټول ولولئ:![]()
![]()
![]()


